اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې شهباز شريف په خپله غزول شوې لومه كښې په خپله ښكېل شوې، ?? ب??تانيې عدالتونو ته به هم معلومه شي چې اصليت او حقيقت څه دے. د خالي په ورځ په ټويټر په خپ?? ټويټ كښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان شهباز شريف مخاطب كولو سره ووئيل چې قوم پوښتنه كوي چې كه ته رښتينې وې نو عدالت ته په مراجعه كولو كښې شپږ مياشتې وخت ولې ولګېدو. شهباز صاحب په مېډيا اثرانداز كېدل ستا عادت دے. د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د دروغو د خبرونو د ل??رې مخالفين بدنامه كول او د دوي كردار كشي كول ستاسو شناخت او خاصه ده. ستاسو په دور كښې د يوې ورځپاڼې تر دوه پانو پاتې كېدل قوم نه دي هېر كړي.