دوشبنے۔30مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان، افغانستان سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ پخوانو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ دا خبره هغه د نهې په ورځ دوشنبے كښې د 9م هارټ آف اېشیا استنبول پراسس غونډې په موقع افغان همڅنګ محمد حنيف آترم سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د افغان امن عمل په شمول د شريكې خو??ې په ??ارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو خارجه وزيرانو د هارټ آف اېشیا استنبول پراسس غونډې ستائنه كولو سره دا مثبت اړخ ته يو مهم ګام وګرځولو۔ شاہ م??مود قرېشی ووئيل پاكستان دا ګني چې د منطقې امن د افغانستان تل پاتي امن سره تړلے دے۔ هغه ووئيل نن په افغان امن عمل كښې د پاكستان د روغې جوړې كردار په نړيواله كچه ستائلے شي۔ خارجه وزير ووئيل د بېن الافغان مذاكراتو په صورت افغان مشرتابه د امن راوستلو يوه ځانګړې موقع لري۔ فریقېن له به دې موقعې نه ګټه پورته كولو سره دا خبرې اترې ګټورې جوړولو له جدي هڅې كول وي۔ شاہ م??مود قرېشی ووئيل پاكستان به افغانستان كښې امن له د روغې جوړې خپل كردار په اخلاص سره ترسره كوي۔ افغان خارجه وزير په افغان عمل كښې د پاكستان د اخلاص نه ډكې هڅې ستائلو سره د پاکستان مشرتابه او د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشې په خاص توګه مننه وكړه