لاهور۔7مارچ(اے پی پی)صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د حكومت د بشپړه ستراتيجۍ په نتيجه كښې د ه??واد معيشت ورځ په ورځ ښه كېدو پلو روان دے۔ لوبې ٬ س??لګري ٬ امن او سوكالي د ه??واد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خي??لا??و څرګندونه هغه پ??لو اېنډ کنټری کلب كښې د ماسټر پېنټس جناح ګولډ کپ 2021ء فائنل مېچ دستورې ته د خاص مېلما په حېث خطاب كولو۔ ټورنامنټ د ډائمنډ پېنټس لوبډلې وګټلو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې صدر ووئيل د حكومت د بشپړه ستراتيجۍ په نتيجه كښې د ه??واد معيشت ورځ په ورځ ښه كېدو پلو روان دے۔ لوبې ٬ س??لګري ٬ امن او سوكالي د ه??واد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل د كركټ او هاكۍ په ډول د پولو ودې له به هم ګامونه پ??رته كول وي۔ صدر ډاكټر عارف علوي هېواد كښې د پولو ودې له د پاك پوځ كردار وستائلو۔ د پايې دستوره كښې پنجاب رېنجرز د نېزا بازۍ په زړه پ??رې څرګندونه وكړه۔ په دې مهال بېل آرمي بېنډز خپل پرفارمنس وړاندې كړل۔