د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري
اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي د غ??ر مسلمو عبادتخانو ته زيان رسول د اسلامي تعليمات په ضد كار دے۔ آئین هم د غ??ر مسلمو د ودانيو او عبادت ځايونو په حفاظت زور راوړي۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې هغه ووئيل كرك كښې ځينې خلقو د يو مندر ورانولو سازش كړے د كوم به چې كله هم ا??از?? ورنه كړے شي ۔ اسلام او د پاكستان آئين غ??ر مسلمه اقليتونو ته مذهبي آزادي وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل د دې معاملې په سولېزه ډول حل له د مذهبي چارو وزارت د سيمې مذهبي لارښودو سره تماس نيولے?? د ??رک هندو کمیټۍ مندر سره خواته د زمكې اخستو سره د مندر په پراخا كولو ځائي خلق راپارېدلې وو۔ د كرك انتظاميه پېښه كښې ككړ كسان نيسې۔ ځائي هندوان دې هم له صبر نه كار واخلي۔ د اقليتي چارو صوبائي وزير وزیر زادہ، د صوبائي اسمبلۍ غړي روی کمار او د قومي اسمبلۍ ??خو??ني غړي مولانا شاه عبد العزيز سره په خبره اترو معامله حل كولل شي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې چاته به كله هم دا ا??از?? ورنه كړې شي چې هغه د اقليتونو د مقدسو ځايونو ړنګ كولو هڅه وكړي۔ وفاقي وزير ووئي?? دا پېښه پاكستان كښې د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته د زيان رسولو سازش دے۔