ملتان 14 اکتوبر(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)سياست ختم شوے٬وزيراعظم عمران خان به د خپلې موثره تګلارې ترمخه سږ كال په ګرانۍ ??ابو ومومي او د 20 فروري 2021 څخه وړاندې به حالات سم شي٬په مارچ كښې كېدونكو سېنېټ ټاكنو كښې به د پاكستان تحريك انصاف چوكۍ تر ټولو زياتې شي۔په يو څو مياشتو كښې به د رېلوے ټول رېټائرډ ملازمانو له پنشن وركړے شي۔رېلوے يوه قامي اداره ده او د دې ښه والي لپاره شپه او ور?? هلې ځلې كوو۔د شورو په ور?? د ملتان هوائي مېدان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې شېخ رشيد احمد ووئيل يو دوه ور??ې پ?? به اپوزېشن ته معلومه شي چې هغوي په څومره اوبو كښې دي ٬ دغه كسان د دومره وګړو راجمع كولو طاقت نه لري څومره چې وزيراعظم عمران خان لري۔ده ??وئيل د حكومت مخالفو هلو ځلو كښې زيات كسان به د مولانا فضل الرحمان وي۔ده ??وئيل د(ن)ليګ سياست ختم شوے او هغوي د هېواد ادارو په ضد بيانونه وركول پیل كړي۔شېخ رشيد ووئيل شريفې كورنۍ سياست خپل كاروبار ګرځولے او كه عدالتونه د هغوي په حق كښې پريكړې وكړي نو سمه ده او كه نه وي نو بيا ډنډورې كوي۔ده ??وئيل عمران خان به سږ كال په ګرانۍ ??ابو ومومي او ډېر زر به اولس ته رېليف وركړي۔ده ??وئيل په مارچ كښې د سېنېټ ټاكنې كېدونكي دي او په دغه ټوكنو كښې به په سېنېټ كښې د تحريك انصاف چوكۍ تر ټولو زياتې شي۔ده ??وئيل سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په كاكول اكېډېمي كښې ښه خبره كړی چې كوم هم ټاكلے حكومت راځي پوځ د هغوي سره اودرېږي۔شېخ رشيد ووئيل د اپوزېشن د جلسو څخه حكومت يرېدونكے نه دے ځكه چې مونږ تاريخي 126 ور??ې دهرنا وركړی ??ه خو بيا هم حكومت ختم نه شو۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ??وئيل اوسنو حالاتو تر مخه زه هيله لرم چې بلاول بهټو به د سنجيدګۍ مظاهره وكړي