نيويارك 20 ستمبر (ا?? پي پي) نړيوال مالياتي فنډ ﴿آئي اېم اېف﴾ په ترسيلات زر ??ښې اضافې لپاره د پاكستان هڅې ستائيلې دي او وئيلي ئې دي چې حكومتونو ته په دې لړ ??ښې د پاكستان په شان د اقداماتو كولو ضرورت دے. دا خبره د نړيوال مالياتي فنډ د جائزه څانګې ډپټي يونټ چيف ډاكټر رونالدګان ګني او د څانګې اكانومسټ سعد قيوم په خپل شريك آرټيكل ??ښې ليكلې.دوي ليكلي دي چې كووېډ 19 هغه ټول هېوادونه ځپلي دي په كومو چې سمندر پورې وګړي د ترسيلات زر انحصار كوي. په بهرنيو هېوادونو ??ښې د پاتې كېدونكو كاركنانو په روزګار آغېز شوے، په دې ??ښې زياتره په كوربه هېوادونو ??ښې د سماجي تحفظ او د مرستې حق نه لري ځكه چې د دوي د وېزو نوعيت لنډې مودې لپاره وي. يو شمېر هېوادونو د وبا په تناظر ??ښې د امېګرېشن قوانين سخت كړي دي چې ورسره د مېلمه كاركنانو پرېشانې نورې هم سوا شوې دي. دوي په ترسيلات زر ??ښې اضافې لپاره د پاكستان د اقداماتو ستائنه كړې او وئيلي ئې دي چې بايد نور هېوادونه هم د پاكستان پېروي وكړي.