اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پيرنورالحق قادري وئېلي دي ايران٬عراق٬سوريه كښې د مقدسو ځايونو زيارت په اړه د پالېسۍ حتمي مسوده به زر تر زره بشپړه كړی شي۔ده دا خبره د شورو په ورځ د شورو په ورځ د زيارت پالېسۍ جوړ??لو لپاره د كابينې ذيلي كمېټۍ مشاورتي غونډه كښې وشوه۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې ايران٬عراق او سوريه كښې د اهل بيت اطهار مزارونو ته تلوونكو پاكستانو سېلګرو له د ښه آسانيو ورك??لو لپاره د زيارت پالېسۍ جوړ??لو عمل روان ??ے۔د كوټلي او موثره پالېسۍ جوړ??لو لپاره وفاقي وزير پيرنورالحق قادري٬وفاقي وزيرې ډاكټر شيرين مزاري٬وفاقي وزير علي زيدي٬د وزيراعظم وياند نديم افضل چن او د سي پیك اتهارټي چيئرمېن لېفټيننټ جنرل(ر)عاصم باجوه مشتمله د كابينې ذيلي كمېټۍ ته دا ذمه واري سپارلې شوې وه۔د مذهبي چارو سېكرټري سردار اعجاز خان ??عفر د نورو ??عل??ی افسرانو سره د كابينې كمېټۍ ته د زيارت په پالېسۍ بريفنګ وركړے ۔دا خبره دې ياده وي د كابينې د ذيلي كمېټۍ او د دې څخه وړاندې هم غونډې شوي۔په غونډه كښې د مشاورتي عمل بشپړ??لو نه پس به حتمي مسوده د ذيلي كمېټۍ غړو ته لېږلې شي۔د دې نه پس منظورۍ لپاره به وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي