پېښور 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف د خېبر پښتونخوا حكومت لويه پ??وژ?? بس رېپډ ټرانزټ ﴿بي آر ټي﴾ پرانسته به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كېږي. پروژې لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت په كال 2013م كښې د اششين ډوېلپمنټ بېنك څخه د تكنيكي مرستې خواست كړے ؤ چې مقصد ئې د پېښور ښار د تګ راتګ نېټ ورك د نوو تقاضو سره سمول وو . په پ??وژ?? كار د پاكستان تحريك انصاف په تېر صوبائي حكومت كښې په كال 2017م كښې پېل كړے شوے ؤ. په دې پ??وژ?? نزدې 70 اربه روپې لګښت راغلے. په دې كښې 31 سټېشنز او 140 سټاپونه شامل دي، په پ??وژ?? كښې 8 كلوميټره فلائي ا??وز او 3 كلوميټره انډرپاسس هم شته . د يو سېټشن نه تر بل سټېشن فاصله 850 ميټره ده. پي ډي اے دا پ??وژ?? د ترسره كولو نه پس ټرانسپورټ څانګې پېښور ته سپارلې او پكښې انټيلي ??نس ټرېكنګ سسټم فعاله كړے شوے. د يوې اندازې له مخې په بي آر ټي كښې به هره ورځ 3 لكه 40 زره مسافر سفر كوي كومو لپاره چې يو لك كارډونه خرڅ كړے شوي. د ??ي آر ټي نګرانې لپاره 750 امنيتي كېمرې لګولې شوي. بي آر ټي سروس به اولس ته د سهار 6 بجو نه د شپې تر 10 بجو د سفر اسانۍ وركړي. بي آر ټي به د پېښور ښار ټولې مهمې برخې يو بل سره وتړي. دې څخه به د پېښور وګړي ا?? د بهر نه راتلونكي مسافر د غوره سفر اسانۍ ترلاسه كړي. معذوره كسانو لپاره په بي آر ټي كښې خاص انتظامات شوي. په ټولو بسونو كښې ايئر كنډېشن او د وائي فائي اسانۍ وركړې شوي. دا ټول بسونه ماحول دوست دي ا?? په ښار كښې به فضائي ا??ودګي كمه كړي. پروژې سره د بائيسكل ټرېك هم جوړ كړے شوے، د پېښور وګړو د پروژې ډېره ستائنه كړې او د عمران خان وژن ئې هم ستائيلے دے