اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي بلوچس??ان كښې امن په بشپړه توګه باوري كولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي ، د ګوادر تعمير او پرمختګ منصوبه نه يوازې بلوچس??ان بلكې ټولې منطقې لپاره د ګېم چېنجر حېث??ت لري٬ د ګوادر او سي پېك منصوبو څخه په بشپړه توګه مستفيد كېدو لپاره ضروري ده چې په بلوچس??ان كښې انفراسډركچر ته خاص پاملرنه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د نېشنل ډويلپمنټ كونسل دوېمه غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ د وزيراعظم آفس له مخئ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شاه محمود قرېشي، اسد عمر، محمد حماد اظهر، علي حېدر زېدي، عمر ايوب خان، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ، عبدالرزاق داؤد، د بلوچس??ان وزيراعلٰې جام کمال خان، د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه، خاص مرستيال ليفټيننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه، د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل ليفټيننټ جنرل فېض حميد او نورو لوړ پورو ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې قامي پرمختيائي اېجنډا په خاص توګه د بلوچس??ان لرې پرتو سيمو ته د تګ راتګ ، د آبي وسائلو بهتر استعمال، زراعت، توان، د بارډر مارکيټونو جوړولو او د ګوادر پورټ څخه د بشپړه استفادې لپاره په بېلا بېلو منصوبو غور وشو۔د بلوچس??ان لرې پرتو سيمو پرمختګ په اړه وزيراعظم ووئيل بلوچس??ان كښې د امن او امان په بشپړه توګه باوري كولو او سماجي او اقتصادي پرمختګ ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده ووېيل په ماضي كښې بلوچس??ان له مالي وسائل خو وركړے شوي خو د اولس خېرښګړې لپاره د ھغې مناسب استعمال بېخي انظر انداز كړے شوے چې ورسره نه يوازې د صوبې لويه برخه د پسماندګۍ ښكار شوې بلكې په اولس كښې احساس محرومي پېدا شوې۔ وزيرِاعظم ووئيل مونږ د بلوچس??ان اولس د محرومۍ احساس لرې ك??ل غواړو د كومې لرې ك??لو لپاره چې هر ډول ممكنه هڅې روانې دي۔ وزيرِاعظم ووئيل د ګوادر تعمير او پرمختګ منصوبه نه يوازې بلوچس??ان بلكې ټولې سيمې لپاره د ګېم چېنجر حېث??ت لري٬ د ګوادر او سي پېك منصوبو څخه په بشپړه توګه مستفيد كېدو لپاره ضروري ده چې بلوچس??ان كښې انفراسټركچر ٬ اولس او په خاص توګه ځوانانو ته د روز ګار موقعې وركولو ته خاص پاملرنه وكړې شي۔ په دې لړ كښې وزيرِاعظم د منصوبه بندۍ وزير ، د خزانې صلاحكار او د وزيرِ اعليٰ بلوچس??ان پشمول د كمېټئ جوړولو امر وكړو كومه چې به د كميونېكېشن، زراعت، توان او نورو مجوزه منصوبو جاج اخستو سره ترجيحات مرتب كوي او وزيراعظم ته به وړاندې ك??ي ۔ په دې موقع بلوچس??ان كښې د معدني وسائلو استعداد پكار راوستلو او ودې لپاره د بلوچس??ان منرل ايکسپلوريشن کمپنۍ جوړولو منظوري هم وركړې شوه۔