اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) خارجه وزير ش??ه محمود قريشي وئيلي دي مونږ له به سفارتكارو له د كورونا وبا نه پس په تندې سره د بدلېدونكې نړۍ تقاضو تر مخه غوره سفارتي تربيه وركول وي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ په اولډ چائنيز اېمبېسي كښ?? د فارن سروس اكېډمۍ د دورې كولو په موقع وكړې. په دې موقع د فارن سروس اكېډمې ډي جي نديم رياض د خارجه وزير هركلے وكړو. خارجه وزير په دې مهال ووئيل مونږ له به خپل افسران د غوره تربيې لپاره د روايتي سفارتكارې سره سره د معاشي سفارتكارې او د كلتوري سفارتكارې د رموزو نه خبرول وي. په دې لړ كښ?? په سلېبس كښ?? د بدلون پشمول ټول ضروري اقدامات كولے شي. د كورونا وائرس د وبا نه پس به مونږ ته د بدلېدونكې نړۍ تقاضو تر مخه خپلو سفارتكارو ته غوره سفارتي تربيه وركول وي چې دغسې دوي په عملي ژوند كښ?? خپل صلاحيتونه په كار راوستلو سره د پاكستان د مفادات تحفظ باوري كړي. ش??ه محمود قريشي ووئيل د فارن سروس اكېډمۍ تزئين او آرائش لپاره په پاكستان كښ?? د چين د س??ير او د چين د س??ارت د انتظاميې مننه كوو.