اسل??م آباد 23 جون (اے پي پي) د تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړيډاکټر رمېش کمار وئيلي دي چې د هر قسمه قدرتي آفت مخنيوې نه شي كېدې، د صحت سهولتونو بهترۍ پلو پاملرنې ته اړتيا ده٬ هېواد په معاشي توګه مسئلو سره مخ دے۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ ??حث كښې خپلو خبرو كښې ده ووئيل 16 ??رځ?? د كرونا وائرس په رنځ كښې د اخته كېدو نه پس بېرته راغلې يم٬ سخت وخت مې تېر كړې لوي څښتن دې چا ته ونه ښائي۔ ده وئيل چې كل?? د كرونا تشخيص مې وشو نو په پېنډۍ اسل??م آباد كښې د هڅو كولو باوجود ما ته د اكسيجن سلېنډر نه دې ترلاسه شوې٬ كل?? چې هم قدرتي آفت راځي مونږ ئې مخنيوي نه شو كولې مونږ له به د صحت د خپل نظام په اړه فكر كول وي چې دې كښې څنګه ښوالې راوستلې كېدې شي۔ ده ووئيل په ميډيا دې هم د كرونا په اړه داسې خبرې ونه كړې شي چې ور??ره په اولس كښې وېره خپره شي