اسلام آباد ۔ 23 مئی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وفاقي حكومت د رېسكيو آپرېشن تند كولو په لړ كښ?? ټولې ممكنه هڅې باوري كولو له سندھ حكومت سره رابطه كښ?? دې۔ حکومت د الوتكې پېښه كښ?? ريليف او رېسكيو ته خاص پام ګرځولې دې۔ وفاقي وزير ووئيل د وړوكي اختر نه وړاندې دا يوه د افسوس وړ پیښه ده او د وزيراعظم عمران خان او دده د ټولې حكومتي ډلې دعاګنې په دې سخت وخت كښ?? مسافرو ٬ د الوتكې عملې او ځپليو كورنيو سره دي۔ وزیراعظم عمران خان د سندھ حکومت او سول ایو اېشن اتھارټی سره رابطه كښ?? دې او په دې لړ كښ?? ئې ضروري احكامات جاري كړې دي۔ ده ووئيل د مسافرو كورنيو د اطلاعاتو رسولو او دوئي سره رابطې له انفارمېشن ډېسك جوړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل حكومت د کووډ19 ځپليو آسانيو له مهم ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان په لاک ډاؤن كښ?? د نرمۍ حكم ??سائلو څخه محرومه وګړو ته آساني وركولو له كړې دې۔ ده ووئيل دا د اولس ذمه واري ده چې هغه ټول احتياطي تدبيرونه خپل كړي دي دغسې چې خپل ځان محفوظ وساتلې شي۔ ده اولس ته خواست وكړو چې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوي له په اېس او پيز عمل وكړي۔ ده ووئيل پاكستان پرمختګ كړې هېوادونو كښ?? شامل دې او تر اوږدې مودې د اقتصادي هلو ځلو بندولو متحمل كېدې نه شي