اسلام آباد ۔ 5 اپریل (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور مقبو??ه كشمير كښې د روانې هندي ر??اس??ي ترهګرۍ غندنه ك??لو سره وئيلي دي چې هند مقبو??ه كشمير كښې د ډېموګرافۍ بدل??لو هڅه كوي۔ كشميري ځوانان بې ګناه وژلې شي۔ د اتوار په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل د نوې ډوميسائل پالېسۍ مقصد د كشميري مسلمانانو اكثريت اقليت كښې بدلول دي۔ هند مقبو??ه كشمير كښې د نړيوالو قانونونو خلاف ور??ۍ كوي۔ انتها خوښې هندوان د مسلمانانو حقونه د مينځه وړي۔ هندي مسلمانان د دوهمې درجې و??ړي ګرځولې شي۔ علي امین ګنډاپور ووئيل د فاشسټ هند ګامونه پخپله هند لپاره خطر لري۔ هند دې په اقليتونو او كشميري اولس د ظلم ك??لو په ځائې د بې وزلۍ او رنځ په ضد جنګ وكړي۔ ده غوښتنه وكړه چې هند دې كشميري اولس ته ددوئي د خپلواكۍ حق وركړي