اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی) د اقتصادی چارو وفا??ی وزیرحماد اظهر وئيلي دي د کرونا وباء په ضد جنګ كښې وفاق او صوبې يو دي، ټولې چارې د مشاورت سره ترسره كيږي، هيواد كښې د ضروري څيزونو ترسيل به باوري كولې شي، اقتصادی پیکج په نتيجه كښې به وګړو او صنعتونو له ر??لي?? ??رك??لې شي۔ د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وفا??ی وزیر اسد عمر او د وزیراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا سره شريك پریس بریفنګ كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرونا وائرس مخنيوي لپاره چې كوم ریلیف پیکج اعلان کړې ؤ په هغې عمل درآمد پيل شوې ،تيره ورځ اقتصادی رابطه کميټۍ په خاص غونډه كښې د هغې منظوری وركړې شوي،دغه پیکج به د ټولنې کمزورو طبقو او صنعتونو لپاره اهميت لري كوم چې د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي۔ ده ووئيل د پیکج ترمخه به قرض او سود ??رك??لو كښې د 6 مياشتو تاخیر آسانۍ ??رك??لې شي، د مستحقینو شميره به يو كروړ 20 لکه ته رسولې شي كومو له به چې د کفالت پروګرام او ضلعی انتظامیې په سفارش نغد امداد ??رك??لې شي۔ ده ووئېل نغد امداد به تر 4 مياشتو لپاره ??رك??لې شي۔ده ووئيل د پیکج ترمخه د صنعتی څانګې د ورځې خوارې كښو لپاره د نغدې مالي مرستې په لړ كښې 200 اربه روپۍ اېښودې شوي،کیش مرسته به د ورځې په بنياد اجرت لرونكو هغه خوارې كښو له ??رك??لې شي كوم چې د كرونا وائرس له امله بې روزګاره شوي۔ ده ووئيل د ټولنې کمزور او لږ آمدن لرونكو طبقو له به د خوراك څښاك څيزونه په رعایتی بيعه ??رك??لې شي او په دې لړ كښې د یوټیلیټی سټورز کارپوریشن لپاره پیکج كښې 50 اربه اېښودې شوي۔ حماد اظهر ووئيل د درې سوه يونټ څخه كمه برېښنا استعمالونكې صارفین، كوم چې د مجموعي صارفینو 70 فیصده دي ، بلونه به په درېو مياشتو كښې قسط وار ادا كوي۔ ده ووئيل پیکج كښې د كرونا وائرس په نتيجه كښې ځپلې شوو صنعتونو له خاص ترغیبات او مراعات اعلان کړې شوي،چې پكښې سیلز ټیکس اوانکم ټیکس ری فنډز، ډیوټی ډرابیك، او کسټمز ډیوټیز په لړ كښې د 10 كالو راهسې زیرالتواء ادائیګۍ باوري كولو لپاره فیډرل بورډ آف ریونیو لپاره 75 اربه روپۍ ، ګرانټ ټیکسټائل برآمدکنند ګان له ډیوټی ډرابیك په لړ كښې فنډز ??رك??ل او نور ترغیبات شامل دي۔ وفا??ی وزیر ووئيل مونږ غواړو چې صنعت کار خپل ملازمان او په خاص توګه د ورځې په بنياد كار كونكې خوارې كښو خيال اوساتي او هغوي د بې روزګارۍ ښكار نشي۔ ده ووئيل زمونږ هدف دے چې د لاك ډاون په وجه نه يواځې د پیداوار عمل روان وي بلكه د هغې ترسیل او ??رك??ل هم باوري كړې شي۔ حماد اظهر ووئيل د کرونا په ضد جنګ كښې مونږ يو موټې يو ٬ مونږ هڅه كوو چې پیداواری عمل روان وي او صنعتونه نه يواځې خام مال وركړي بلكه هلته هنرمندو او نور افرادی قوت ته رسول هم باوري كړي۔ ده ووئيل په هيواد كښې د غلې كمې نشته، حکومت په صورتحال نظر لري