اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) په كورونا قابو موندلو له چين څخه د طبي پوهانو ډله او د مرستې سامان راوړلو سره خاص الوتكه پاكستان ته راورسېده۔ د چين حكومت لخوا د كورونا مقابلې كولو صلاحيت لرونكې 8 كسيزه طبي ډله او د مرستې سامان راوړلو سره خاص الوتكه اسلام آباد ته راررسېدلې ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرال محمد افضل د چين مېلمنو هركلې وكړو۔ پاكستان كښ?? د چين سفير هم په دې موقعه موجود وو۔ د اېن ډي اېم اے وياند له مخې د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چيئرمېن پ?? دې اړه ووئيل د كورونا په ضد چين پ?? وخت زمونږ مرسته كړې ده۔ په نني سامان كښ?? د كورونا ت??خي?? 105 زره څخه زيات كټس شامل دي۔ دغسې 20 لكه څخه زيات ماسك او 77 زره ميډيكل كور هم رالېږلې شوي دي۔ په خصوصي پرواز كښ?? 217 وېنټی لېټرز اور 50 زره مېډیکل دس??ان?? هم شامل دي۔ د علي بابا فاؤنډېشن او جېك ما فاؤنډېشن لخوا 50 زره ټېسټنګ کټس او 5 لکھ حفاظتی ماسک پاکستان ته وركړې شوي دي۔ چین د درہ خنجراب د لارې دوه ټنه ماسك ٬ ټېسټ كټس ٬ وېټي لېټرز او طبي حفاظتي ډرېس هم پاكستان ته وركړې دي۔ د وياند له مخې د چين طبي پوهان به تر دوه اونيو پاكستان كښ?? پاتې كېږي