اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترس وئيلي دي چې بايد پاكستان او هند په اېل او سي او وركنګ باٶنډريز د تحمل څرګند??نه وكړي، ملګري ملت??نه په دواړو هېوادونو كښې د امن بحالې لپاره كردار ترسره كولې شي، د پاكستان او هند ترمېنځه د مسئلو يواځنې حل مذاكرات دي، په افغانستان كښې د امن په بحالې كښې د پاكستان مهم كردار دے، د پائيدار پرمختيائي اهدافو په ترلاسه كولو كښې د پاكستان د عزم ستائنه كوو. ده دا خبرې د اتوا?? په ورځ خارجه وزير شاه محمود قريشي سره يو ځائ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. په دې ??وق?? خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر هركلې كوي، افغان كډوالو لپاره د عممومي سېكتر او د ملګرو ملتونو هڅې د ستائنې وړ دي. خارجه وزي?? په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان كردا?? په ډاګه كولو سره ووئيل چې پاكستان افغان عمل لپاره هڅې كوي. نړيوال طاقت??نه د افغان امن عمل لپاره د پاكستان كردار ضروري ګڼي. ده ووئيل چې عمومي سېكتر سره د مقبوضه كشمي?? په صورتحال تفصيلي خبرې شوې دي او هغه د مقبوضه كشمير د صورتحال نه خبر كړے شوے. خارجه وزير ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د 200 ورځو نه لاك ډاٶن روان دے، د سلامتي كونسل په قراردادونو د عمل كولو ضرورت دے. ملګري ملت??نه دې هند سره د كال 2003م د ډزبندې لوظنامه باوري كړي او په مقبوضه كشمير كښې دې د بشري حقونو كميسون ته رسنه وركړې شي. ده ووئيل چې پاكستان د موسمياتي بدلون په اړه ډېرو چېلنجونو سره مخ دے. په دې ??وق?? د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ووئيل چې د موسمياتي بدلون د آغېز خاتمې لپاره پاكستان كوټلي اقدامات كړي دي. د عمومي سېكت?? په توګه دا د پاكستان وړومبې دوره ده. ده ووئيل چې پاكستان د محمد علي جناح د نظرئې او د علامه اقبال د افكارو عكاسي كوي. ده ووئيل چې پاكستانيان د افغان كډوالو لپاره د لوي زړه څرګند??نه كوي. پاكستان د كډوالو آبادې لپاره باوري كوربه دے، په نړيوال امن مشنز كښې د پاكستان لوي كردار دے. د پاكستان او هند ترمېنځه په تاٶ تريخوالي اندېښنه ښودلو سره ده ووئيل چې بايد پاكستان او هند په اېل او سي او وركنګ باٶنډريز د تحمل څرګند??نه وكړي، ملګري ملت??نه په دواړو هېوادونو كښې د امن بحالې لپاره كردار ترسره كولې شي، د پاكستان او هند ترمېنځه د مسئلو يواځنې حل مذاكرات دي، په افغانستان كښې د امن په بحالې كښې د پاكستان مهم كردار دے، د پائيدار پرمختيائي اهدافو په ترلاسه كولو كښې د پاكستان د عزم ستائنه كوو. ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابې د ستائنې وړ دي. اسلام فوبيا ناقابل برداشت ده، په دې لړ كښې د سختو اقداماتو ضرورت دے.