ډیووس ۔ 23 جنوری (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د امريكې او ايران ترمينځه جنګ به تباهي وي۔ جنګونه د مسئلو ح?? كول?? په ځائې نورې مسئلې راپېدا كوي۔ ډيووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په مهال د سي اېن بي سي هېډلے ګېمبل سره خپله يوه مركه كښې ده ووئيل كه د امريكې او ايران ترمينځھ جنګ اوشو نو دا به تباهي وي۔ باور وكړۍ چې د ايران مسئله به د افغانستان په مقابل كښې زياته سخته وي۔ ده ووئيل د 19 كاله تېرېدو باوجود د افغانستان مسئله حل نه كړې شوه اوس فريقين امن خبرو اترو او جنګ بندۍ له هڅې كوي۔ ده ووئيل افغانستان كښی اوس هم خلق مري۔ يو كھرب ډالره څخه زيات مصرف كړې شوي۔ ن?? په داسې وضعه كښې امريكا كوم بل ټكر زغملې شي ؟ ۔ ده ووئيل دا مهال ايران سره جنګ به پرمختګ ??وؤنكو هېوادونو لپاره تباهي وي۔ د تېلو بعيه مخ په زياتېدو ده ۔ زمونږ په ډول هېوادونو كوم چې خپل بجټ متوازن جوړولو له هڅې كوي لپاره به مسئلې لا زياتې شي او بې وزلي به زياته شي۔ وزیراعظم د كشمير مسئله په ډاګه كولو كښې ووئيل په هند د هندتوا د تشدد نظريه مسلط كړې شوې كومه چې د هندوان?? په برلاسۍ اډانه لري۔ ده ووئيل هند 80 لكه اولس محاصره كولو سره سره د مسلمانان?? په ضد په تعصب اډانه قانون نافذ كړې۔ وزيراعظم ووئيل نړيواله ورورولي دې د هندي عزائمو مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔ هم دغه سوب دے چې ده د نړۍ د تر ټولو طاقتور اولس مشر په حېث ټرمپ ته د كشمير په معامله د كردار ترسره كولو وئيلي دي۔ د خپل حكومت معاشي كاركردګۍ په اړه ده ووئيل د هېواد معيشت مستحكم كولو كښې يو كال لګېدلې ۔ ماركيټ ښه شوې ۔ غېر ملكي سرمايه كاري يو كال كښې 200 فيصده زياته شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كال 2003ﺀ څخه وروستو 2019ﺀ تر ټولو زيات محفوظ كال پاتې شوې ۔ د دې كرېډټ امنيتي ځواكون?? په غاړه دے ۔ وزيراعظم د بېلټ اېڼډ روډ منصوبې په اړه ووئيل چين هغه مهال د پاكستان مرسته وكړه كله چې پاكستان ډېر ضرورت لرلؤ۔ مونږ په مرسته كولو د چين مننه كوو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زما سياسي هڅې په 23 كلونو محيط دي او ما په دوه ګونديز نظام كښې د سياسي هڅو د لارې ځانله ځائې جوړ كړې۔