ډېووس 22 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د نړيوال اقتصادي فورم په موقع ډېووس كښې د اسيائي پرمختيائي ب??نك (اے ډي بي) صدر مساتسوګو آساکاوا ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او د اے ډي بي ترمېنځه په همكارۍ او د مرستې د چارو جاج واخستې شو۔ د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ، د مركزي ب??نك ګورنر رضا باقر او د سرمايه کارۍ په اړه عمومي سفير جهانګير صديقي هم موجود وؤ ۔ د ملاقات نه پس ميديا سره په خبرو كښې د اے ډي بي صدر ووئيل وزيراعظم عمران خان زما سره ښه ملاقات شوې۔ هغه ووئيل د چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د پاكستان مشرانو سره زما وړومبنې ملاقات ٶ۔ هغه ووئيل د پاكستان او اسيائي پرمختيائي ب??نك ترمېځه اړيكې او مرسته روانه ده٬ پاکستان د ب??نك په باني غړو كښې شآمل دے او مونږ يو بل سره ډېرې ښې اړيكې لرو۔ ده ووئيل كله چې زه تېر كال پاكستان ته د نړيوال مالياتي فنډ پروګرام په لړ كښې تللې ووم نو ب??نك زما ملاتړ كړې ؤ ۔ هغه ووئيل پاکستان كښې د اصلاحاتو پروګرام، د ټيکس نظام بهترۍ او د سماجي تحفظ احساس پروګرام لپاره به معاونت دوامداره ساتلې شي۔ هغه زياته كړه چې مونږ پاكستان سره اړيكې لا ښې كول غواړو۔ په دې موقع ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل د نړيوال ب??نك د نوي صدر وزيراعظم سره په ښه ډول ملاقات شوې۔ ډاکټر عبدالحفيظ شېخ ووئيل د پاكستان خاص مالياتي مرستې لپاره مونږ د اسيائي پرمختيائي ب??نك مننه كوٶ۔ ده ووئيل د پاکستان او اسيائي پرمختيائي ب??نك ترمېنځه ښې اړيكې شته او ب??نك د پاكستان معيشت ښه كولو او په دې كښې جدت راوستلو لپاره مهم كردار لوبولې ۔ ده ووئيل پاكستان د ب??نك نوي ټاكلي صدر پ?? مشرۍ كښې ب??نك سره اړيكې او همكارۍ ته پراختيا وركول غواړي