اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د خارجه وزير شاه محمود قريشي لخوا د اېران او سعودي دوره د اختلافاتو سوله ايز حل او په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره په سفارتي محاذ د پا??ستان د مخلص??نه هڅو واضح ثبوت دے. دا دوره به سيمه ايز امن او استحكام قوي كړي. د اتوار په ورځ پھ ټويټر په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې په اسلامي امت او په منطقه كښې د امن په خاطر به فعاله كردار ترسره كول پا??ستان لپاره د اعزاز خبره ده د كوم چې اسلامي هېوادونه او غربي نړۍ ستائنه كوي، د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د نوي پا??ستان دا روښ??نه كردار دے او نړيوال تشخص ئې بدلېږي. هغې ووئيل چې د اېران خارجه وزير او د سعودي خارجه وزير سره په ملاقات كښې به د خليجي منطقې په تازه صورتحال خبرې كېږي او خارجه وزير به د شخړو د خاتمې په اهميت ټين??ار كوي.