اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د پیغمبر(ص)په آفاقي تعليماتو ع??ل كولو سره د اسلام ګټور فكري انداز رامخې ته كول د وخت بنيادي تقاضا ده۔دا خبره ده د زيارت په ورځ د نړيوال تنظيم العارفين د سيوري لاندې قاسم باغ سټېډيم ملتان كښې كليز ميلاد مصطفٰی حق باهو كنفرنس ته خطاب كولو په مهال وكړه۔خارجه وزير ووئيل دا مه??ل د بېلو اړخونو لخوا د اسلام په ضد سازشونه كېږي او د يو منظمې منصوبې له مخې ترهه ګري د مسلمانانو سره تړلې كېږي٬د دې مقابلې لپاره د پیغمبر(ص)په آفاقي تعليماتو ع??ل كولو سره د اسلام ګټور فكري انداز رامخې ته كول د وخت بنيادي تقاضا ده۔ده ووئيل چې د هند اوسنې سيټزن بدلون ايكټ د مسلمانانو په ضد د تعصب او كركې بدترين مث??ل دې٬دا ايكټ د هندوستان 11 رياستونو د تسليم كولو څخه ا??كار كړی او هلته ا??لس احتجاج كېږي۔ده ووئېل په مقبوضه كشمير كښې اكثريت په ا??ليت بدلولې شي ٬د تېرو پنځو مي??شت?? څخه كشميرې اولس په محاصره كښې دے٬هغوي د مذهبي آزادۍ پشمول ټول بنيادي بشري حقونو څخه محروم كړې شوي ۔شاه محمود قرېشي ووئيل ضرورت د دې خبرې دے چې مسلمانان دې په ګډه د دې سازشونو او د فتنو مقابله وكړي٬پاكستان د ټولې نړۍ مظلوم او مجبور اولس له د هغوي حقونه وركولو لپاره به خپلې سفارتي هلې ځلې دوامدارې ساتي