كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) د مذ??بي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئيلي دي چې د پاكستان او هندوستان د تقسيم نه پس د نيمې وچې په خاوره نن د ټولو نه د مهمې لارې د پرانستې دستوره ده٬ وزيراعظم عمران خان سكھـ ټولنې سره كړې خپل لوظ پوره كړو٬ نجوت ??نګهـ سدهو نن د خاص مباركې حق دار دے۔ د خالي په ورځ په كرتارپور كښې د لارې پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې ده د ټولو ياتريانو هركلې وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې د هند د كركټ پخواني لوبغاړي او د وزيراعظم عمران خان دوست نجوت ??نګھـ عمران خان ته د لارې پرانستلو وئيلي و او نن هغه ورځ راغلې چې سكھـ ياتري خپل مقدس ځا?? ته رسنه لري۔ ده ووئيل چې بابا ګرونانك د خپل ژوند وروستې ورځې دلته تېرې كړې وې او ټول عمر ئې محبت ويشلې۔ ده ووئيل چې باباګرونانك به په بغداد كښې د قيام په مهال هر سه??ر د امام موسٰي كاظم او شېخ عبدالقادر جېلاني په مزاراتو حاضري كوله كوم چې د مذ??بي هم??ږې او يووالي پېغام دے۔