اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وز??را??ظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس ع??شق اعوان وئيلي دي داخله وزارت ته د نواز شريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو درخواست ترلاسه شوے ٬ د نواز شريف په كېس كښې نېب مدعي دے٬ دې لپاره د اړوندو چارواكو رائے ترلاسه كړې شوې ٬ د سركاري ميډيكل بورډ لخوا هم د نواز شريف په صحت رائے غوښتلې شوې ۔ دې دا خبرې د جمعې په ورځ کېلي ګرافي نندارتون پرانستې دستورې ته وېنا او ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل وز??را??ظم عمران خان څو ځله واضح كړې چې نواز شريف له عدالت په طبي بنياد ضمانت وركړې ، سياست په خپل ځائ او ا??ساني خواخوږي پخپل ځائ٬ د نواز شريف د صحت پحقله به هېڅ ډول سياست نه كېږي۔ ډاكټر فردوس ع??شق اعوان ووئيل داخله وزارت ته د نواز شريف نامه د اي سي اېل نه وېستلو درخواست ترلاسه شوے ٬ د نواز شريف په كېس كښې نېب مدعي دے او په دغې كار روان دے٬ د ??ې كېس مدعي حكومت نه دے دې لپاره د نېب نه رائے غوښتلې شوې ۔ د دې نه وړاندې ډاكټرر فردوس ع??شق ووئيل ربيع الاول د حضور نبي كريم ۖ د زېږدنې مباركه مياشت ده٬ د فن پارو په نندارتون انتظاميې ته پېرز??ئن?? وړان??ې كوم٬ په فن پارو كښې د دواړو جهانونو سردار سره د مېنې څرګندونه شوې ده ۔ دې ووئيل پاکستان كښې د صلاحيت لرونكو هنرمندانو كمې نشته٬ پاكستان د مدينې رياست په ډول اسلامي فلاحي رياست جوړول د وز??را??ظم وژن دے۔ خاص مرستيالې ووئيل د حضورۖ ذات مبارك د اسلام د افاقي پېغام عملي نمونه ده