باكو 26 اکتوبر (اے پي پي) او??س مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې هيله ده چې د سارك چيئرمېن په حېث به نيپال په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره خپل كردار ترسره كړي٬ د پاكستان او نيپال ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته مخ په زياتېدو ده۔ ده دا خبرې د آذربائيجان په پلازمينه باكو كښې د غېر وابسته هېوادونو د مشرانو د 18مې غونډې په موقع د نيپال وزيراعظم خادګاپرشاد شرما سره د ملاقات په مهال وكړې۔ او??س مشر د نيپال وزيراعظم په مقبوضه جمو او كشميړ كښې د هند د غېر قانوني اقداماتو٬ د بشري حقونو څخه د سرغړونو او د قوانونو په ضد د اقداماتو څخه خبر كړو۔ پ?? ملاقات كښې د پاكستان او نيپال ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو او مرستې جاج واخستل شو۔ او??س مشر و??ئيل چې د پاكستان او نيپال ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته مخ په زياتېدو ده۔ پ?? دې موقع دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي اړيكو په زياتولو اتفاق وكړو۔