بیجنګ ۔ 9 اکتوبر (اے پی پی) وزی??اع??م عمران خان د شورؤ په ورځ د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كړے او ده سره ئې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د منطقې په حقله د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ ملاقات كښې وزی??اع??م عمران خان د كشمير په مسئله د اصولي دريځ په خپلولو د چين اولس مشر او د هغه د حكومت مننه وكړه۔ ده د ملګرو م??تونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د چين د خارجه وزير وانګ ژي د دريځ په خاص توګه ذكر هم وكړو۔ وزی??اع??م ووئيل چين په سختو حالاتو كښې ټول عمري د پاكستان مرسته كړې ۔ ده د چين اولس مشر د هېواد موجوده اقتصادي صورتحال څخه خبرولو كښې ووئيل پاكستان د سختو اقتصادي حالاتو څخه تېر شوې۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مونږ د چين مالياتي مرسته هېرولې نه شو۔ وزي??اع??م د سي پېك فرېم ورك ترسېوري لاندې د چين لخوا په مرسته كولو م??نه وكړه۔ وزی??اع??م عمران خان د چین اولس مشر شي جن پنګ ته د عوامي جمهوريه چين په 70 مه كالېزه مباركي وركړه۔ وزي??اع??م په تود هركلي كولو د اولس مشر شي جن پنګ مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال د چين اولس مشر د ملګرو م??تونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال د چين پاكستان په دوه اړخيزه اړيكو د وزي??اع??م عمران خان خطاب وستائلو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د ملګرتيا نزدې اړيكې لري او بېلو څانګو كښې د يو بل مرسته كوي۔ د دې نه وړاندې د وزي??اع??م او د هغه د پلاوي د چين اولس مشر شي جن پنګ تود هركلې وكړو ۔ دې نه وړاندې وزی??اع??م عمران خان د چين وزي??اع??م لي كي چيانګ سره هم ملاقات وكړو۔ په دې موقع د چين وزي??اع??م ته د چين په 70 مه قامي ورځ مباركي وركولو سره ده ووئيل د پاکستان او چین ترم??نځ?? په تزويراتي مرسته اډانه هماكارۍ سره د دواړو هېوادونو او اولس د بنيادي ګټې حفاظت او م??طقه كښې پرمختګ او استحكام سره د امن او سلامتيا ودې له مرسته ترلاسه شوې ده۔ وزی??اع??م ووئيل د سي پېك منصوبو په تندۍ سره ترسره كول زما د حكومت اولنې ترجيح ده ولې چې دا منصوبه پاكستان د اقتصادي پرمختګ او سيمه ايزې خوشحالۍ رفتار تندولو له ډېره مهمه ده۔ ده وزي??اع??م لي كي چيانګ د سي پېك په منصوبو د پېشرفت او ګوادر كښې د پرمختګ لپاره د پورته كړو ګامونو څخه خبر كړو۔ د چين وزي??اع??م د بنيادي قامي ګټی په لړ كښې پاكستان له د چين د ملاتړ كولو پخلې وكړو۔ ده سی پېک منصوبې مخ په وړاندې بوتللو له په پورته كړو ګامونو د وزي??اع??م عمران خان مننه كولو سره ووئيل د سي پېك دوهم پړاؤ به د پاكستان اقتصادي پرمختګ مضبوطولو او لا ښه كولو له مرستياله وګرځي او پاكستان كښې به د چين سرمايه كارۍ زياتولو لاره هواره شي۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه تجارت او چين لپاره د پاكستان برآمدات په زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړه لارښود دې ته صلا شول چې د چين پاكستان آزاد تجارت په دوهم پړاؤ عملدرآمد سره به تجارتي ٬ اقتصادي او د سرمايه كارۍ په اړه مرستې ته وده ترلاسه شي۔ په دې مهال رېلوے، سټیل ، تېل ٬ ګېس، صنعت او سائنس او د ټېکنالوجۍ په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې په زياتولو هم صلا راغله۔ ملاقات كښې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د اندښنې وړ صورتحال په شمول د سيمه ايزې سلامتيا په چارو هم خبرې وشوې۔ وزي??اع??م خپل همڅنګ د لاك ډاؤن لامله مقبوضه كشمير كښې اولس ته د پېښو ستونزو هوارولو له د نړيوالې وررولۍ لخوا د ګامونو اهميت او روان پېشرفت څخه خبر كړو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترم??نځ?? سماجي او اقتصادي پرمختګ له اړيكو ته ودې وركولو ل?? بېلې لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه لاس ليك شول۔ وزیر اعظم عمران خان خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔ د دواړو وزي??اع??مانو م??اقات څخه وروستو د پاكستان او چين ترم??نځ?? د پلاويو په كچه هم ملاقاتونه وشول۔ د پاکستاني پلاوي مشري وزی??اع??م عمران خان او د چين پلاوي مشري د چين وزي??اع??م وكړه۔ دوه اړخيزه خبرو اترو څخه وروستو د چين وزي??اع??م لي كي چيانګ د وزي??اع??م عمران خان په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ هم وركړه