اسلام آباد 27 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې راتلونكې مياشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د كش??ير مسئله په پوره تيارۍ سره پورته كوو٬د هند سخت مخالفت سره هم د امنيتي كونسل بېړنۍ غونډه رابلله زمونږ ډېره لويه سفارتي كاميابي ده٬د پاكستان په پارليمان كښې موجود هر يو ګوند د كش??ير په مسئله يو دريځ خپل كړې٬پاكستان به د بې ګناه كش??يريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬د ستمبر په 9مه نېټه به پھ جنيوا كښې د بشري حقونو د كميسون په غونډه كښې ګډون كوم۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ په خارجه وزارت كښې د قومي اسمبلۍ د خارجه چارو قائمه كمېټۍ غونډې ته د هند لخوا د اګست په 5مه نېټه په مقبوضه جمو كش??ير كښې د يو اړخيزه اقداماتو او د دې نه پس پھ منطقه كښې د امن او امان په صورتحال د تفصيلي بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔د غونډې مشري محمد احسان الله توانه وكړه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو نه علاوه د خارجه وزارت اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔خارجه وزير غونډې ته ووئيل چې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬د امنيتي كونسل صدر٬د او آئي سي عمومي سېكتر او د بشري حقونو كمشنر ته د هندي اقداماتو نه وړاندې او وروستو خطونه لېږل شوي۔دوي د صورتحال نه خبر كړی شوي چې هند دې يو اړخيزه اقداماتو سره په مقبوضه جمو كش??ير كښې د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ده ووئيل چې په مقبوضه جمو كش??ير كښې د تېرو 23 ورځو نه شپه او ورځ كرفيو ده۔مواصلاتو بندېز دې دغسې حقائق د نړۍ نه پټ وساتلې شي۔پاكستاني او كش??يري اولس د هند دا اقدامات د وړاندې نه رد كړې دي۔ده ووئيل چې راتلونكې مياشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې به د كش??ير مسئله په پوره تيارۍ سره پورته كوو٬د هند سخت مخالفت سره هم د امنيتي كونسل بېړنۍ غونډه رابلله زمونږ ډېره لويه سفارتي كاميابي ده٬د پاكستان په پارليمان كښې موجود هر يو ګوند د كش??ير په مسئله يو دريځ خپل كړې٬پاكستان به د بې ګناه كش??يريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬د ستمبر په 9مه نېټه به پھ جنيوا كښې د بشري حقونو د كميسون په غونډه كښې ګډون كوم