اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د داروګانو په بيعه كښې د زياتوالي نوټس اخستې دې۔ د وفاقي وزير په هدايت ډرګ رېګولېټري اتھارټي قي??تو??و كښې د غېر قانوني زياتوالي كوؤنكو كمپنيو په ضد كرېك ډاؤن پېل كړې دې۔ د ډرګ رېګولېتري اتھارټي آف پاكستان وياند د خالي په ورځ جاري كړې بيان كښې وئ??لي دي چې كومو داروګانو جوړونكو كمپنيو په بېعه كښې غېر قانوني زياتوالې كړې دې په ضد ئې سخته كارروائي كېږي۔ وفاقي زير ډرګ رېګولېټری اتھارټی ته وئ??لي دي چې د ماركيټ سروے دې وك??ې شي دغسې چې د زياتو قي??تو??و په اړه معلومات جمع ك??ې شي۔ په دې لړ كښې په ګرد هېواد كښې ډرېپ د 31 دوا ساز کمپنیو په ضد ګام پورته كړې دې او د زياتې بيعې په ترلاسه كولو ئې 143 ډول دويانې قبضه كښې اخستې دي۔ د دې كمپنيو په ضد به سخته كارروائي كولې شي او په دوئي به لويې جرمانې لګولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ډرګ رېګولېټری اتھارټی ټولو صوبو ته ليكلي دي او هدايت ئې كړې چې كومه داروګان جوړونكي كمپني د حكومت د منظور ك??ې شويو قي??تو??و خلاف ورزي كوي ددوي په ضد دې د ډرګ اېكټ ترمخه سخته كاروائي وك??ې شي۔ د ډرېپ د اېس آر او ترمخه دې په دوئي درنې جرمانې ولګولې شي۔ وفاقي وزير ددې عزم څرګندونه وكړه چې اولس ته په مناسب قيمت او معياري دويانې وركولو له به حكومت خپله ذمه واري ترسره كوي او د قانون خلاف ورزي كوؤنكو ته به سخته سزا وركولې شي۔