ګوادر 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د ګوادر اولس ته د انصاف هېلت ګارډ وركولو اعلان كولو سره وئيلي دي چې د ګوادر پر??ختګ نه يوازې د بلوچستان بلكې د ټول پاكستان پر??ختګ دے٬ د ګوادر نه تر كوئټه به رې?? او د كراچۍ څخه به تر ګوادره مسافر و مال بردار فېري سروس پېل كولې شي ٬ د ماضي برعکس به اوس د ځائي معدنياتو ګټه ځائي اولس له وركولې شي٬ د ګوادر ټوله منطقه كښې به قامي ګرډ سره تړلې شي۔ وزیراعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د نړيوالې هوائي مېدان ګوادر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال ل قمر جاوېد باجوہ، وفاقي وزيران میا محمد سومرو ، شېخ رشید احمد ، خسرو بختيار٬ د چين سفیر یاؤ جنګ د قامي اسمبلۍ غړي اعلٰې سول او پوځي چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل زه ګوادر ته په راتللو خوشحالېږم ٬ راتلونكي وخت كښې به ګوادر پر??ختګ وكړي نو ټوله نړۍ به دې څخه ګټه پورته كړي۔ وزيراعظم عمران خان د چين سفير او حكومت مننه كولو سره ووئيل د ګوادر نړيوال هوائي مېدان لپاره د چين حكومت ګرانټ وركړې چې په سوب ئې دا هوائي مېدان بشپړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل ګوادر كښې كب نيونونكي وېرې سره مخ ٶ چې د اې??سپ??ېس وے د نه بهتر كېدو له امله به ھغوي څنګه تر سمندره رسي ٬ اوس دوي پرېشانه كېدو ته حاجت نشته ٬ ګوادر اې??سپ??وے اپ ګرېډ كولو سره سره به چرته چې ضرورت وي پل جوړولو سره به خنډان لرې كولې شي دغسې چې فشرمېنز په وخت سمندر او منډۍ ته ورسېدې شي ۔ ده ووئيل ھغه پر??ختګ چې ځائي اولس ته ترې ګټه نه وي حقيقي پر??خګ نه وي٬ تېر وخت كښې په بلوچستان كښې پر??ختګ شوې خو ځائي اولس ته ترې ګټه نه ده شوې٬ چرته څخه چې د اربونو روپو سوئي ګاز پېدا كېږي د ھغه ځائ د خلقو ژوند بدل نه كړې شو خو اوس به په نوي پاكستان كښې داسې نه كېږي٬ كومې سيمې څخه معدنيات پېدا كېږي ګټه به ئې ځائي اولس ته وركولې شي ۔ ده ووئيل د چين په اشتراك د ګوادر روغتون اپ ګرېډېشن او د ځائي خلقو سكل زياتولو لپاره اقدامات خوشبينه دي دې سره به ځائي اولس ته په راتلونكې روزګار موقعو څخه په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي او ځائي اولس ته به دې پر??ختګ څخه ګټه وشي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ګوادر خلقو ته به د وفاقي حكومت لخوا انصاف هېلت كارډ وركولې شي چې ورسره به د ګوادر اولس ته د 7 لكه 20 زره روپو علاج په هر يو ورغتون كښې د كولو آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل نوي پاكستان كښې د كلين ګرين پاكستان له مخې به ګوادر بندرګاه اتهارټي كښې لس كله بوټي نال كولې شي ۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل شېخ رشيد هم ګوادر ته ما سره راغلې دې٬ د ګوادر نه تر كوئټه د رې?? پټلۍ غوځول غواړي٬ګرده نړۍ كښې رې?? د سفر غوره آساني ده او وخت سره سره د دې نېټ ورك زياتېږي خو پاكستان يوازې هېواد دې چرته چې د رې??وے نېټ ورك كم شوې دې ۔ ده ووئيل اوسني حكومت د رې??وے څانګې پر??ختګ ته پام ګرجوې دې ٬ چين د رې?? ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د ټولو نه وړاندې دې د ھغوي به هم مرسته ترلاسه ك??ٶ٬ د كراچۍ نه ترلاهوره ك?? د چين په رې?? ګاډي كښې سفر وي نو په څلور ساعته كښې منزل ته رسېدې شي داسې نظام به پاكستان ته هم رواړو۔ ده ووئيل د سي پېك لويديز روټ كوم چې په خوبونو كښې ٶ نن د كوئټه څخه تر ژوب د 305 كلوميټره سترې لارې د بنياد تيګه كېښودې شوې۔وزیراعظم عمران خان ووئيل په وړومبي ځل ګوادر ته راغلې يم ٬ په دې خوشحاله يم چې د ګوادر غوندې نړۍ كښې كم ځايونه وي۔ ده ووئيل د ګوادر پر??ختګ يوازې د ګوادر يا بلوچستان پر??ختګ نه دے بلكې د ټول پاكستان پر??ختګ دے۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې چين سره د رې??وے ټېكنالوجيز ٬ زراعت او په نورو څانګو كښې د مرستې پراختيا لپاره په اپرېل كښې چين ته روان يم۔