اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي شخړيز جموں اوكشمير كښې د بشري ح??ونو د پرله پسې خلاف ورزيو او په تش لاس كش??يري اولس په ضد د جرمونو پلټنيو لپاره د ملګرو ملتنو د تحقيقاتې كمېشن جوړولو غوښتنه كړې ده۔ ده دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري ح??ونو ډکلېرېشن 70 م كال په بشپړېدو خپل پېغام كښې كړې۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه جموں او كش??ير كښې د هندي قابض پوځ لخوا د طاقت په بې رحمۍ كارولو او د بشري ح??ونو خلاف ورزيو اعتراف اوس ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او كش??ير لپاره د برطانېي پارلمان آل پارټيز ګروپ هم په باضابطه توګه كړې۔ ده ووئېل په يو داسې وخت كښې چې كله نړۍ كښې د بشري ح??ونو پياوړتيا په لړ كښې پېشرفت رامخې ته كېږي بايد مونږ هغه كش??يرېان هېر نه كړو كوم چې په دې دور كښې هم د غېر ملكي تسلط د زور ظلم او زياتي په سېوري كښی په ژوند كولو مجبوره دي۔ خارجه وزير ووئيل د بشري ح??ونو نړيوالې اعلاميې سالګرې په مهال د كش??ي?? مېړني اولس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو كوم چې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د هندي زور ٬ ظلم او زياتي په مړانه مقابله كوي۔ده ووئېل په كال 1948 ء كښې په ننۍ ورځ نړيوالې ورورولۍ د بشر آزادۍ ٬ وقار او يو ډول حقونو له د يو والي څرګندونه كړې وه ۔ دې اعلاميې د بهرنۍ قبضې او تسلط په ضد د آزادۍ تحريكونو مخ په وړاندې تللو ٬ د بشري ح??ونو خلاف ورزيو مخنيوي او د آزادۍ بنيادي ح?? په ترلاسه كولو كښی بنيادي كردار ترسره كړے۔ خارجه وزير ووئيل د بشري ح??ونو د دې مهم دستاوېز مسودې په جوړولو كښې د بېګم شائسته اكرام په خذماتو پاكستان وياړ لري ۔ خارجه وزير ووئيل د قام بابا قائد اعظم محمد علي جناح د بشري عظمت او وقار ٬ مساوات ٬ انصاف او د ټولنې د ټولو ډلو بنيادي ح??ونو ساتنې له د لارښوونې اصول وړاندې كړې ۔ د هغوي دغه د لارښوونې اصول د پاكستان د دستور او قانون لازمي برخه جوړ كړې شوي۔ خارجه وزير ووئيل زمونږ آزاده عدليه ٬ آزاده ميډيا او فعاله سول سوسائټي د بشري ح??ونو د محافظانو په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د نړيوالو بشري ح??ونو تګلاره مخ په وړاندې بوتللو له خپل تعميري او مثبت كردار روان ساتي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل نړۍ دا مهال د ترهګرو او انتها خوښو بريدونو ٬ پاپولسټ انتخابی سیاست، كركې او عصبيت ، عدم برداشت ، د حجاب كوؤنكو مېرمنو په ضد جرمونو په شمول ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ ده۔ مونږ بله به د چېلنجونو مقابلې له يو موټې كېدل وي۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتنو د بشري ح??ونو اعلاميې او د دې مقصد مخ په وړاندې بوتللو له پ?? ځائي او نړيواله كچه د كار كولو عزم لري۔