اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) د چين پاكستان اقتصادي لارې ﴿سي پېك﴾ پراجېكټ ډائرېكټر حسن داؤد بټ وئيلي دي چې د سي پېك له مخې 9 اقتصادي ځايونه فعاله كولو لپاره په تندې سره كار روان دے٬ د خېبر پښتونخوا حكومت د رشكئ اقتصادي زون تيارې لپاره ابتدائي پرمختيائي كار پېل كړے٬ پ?? اقتصادي زون كښې به د خوراك د څي??ونو د پېكنګ٬ ټكسټائل او نورو اړوند صنعتونو جوړولو او دې لپاره اسانيو ته پام كولې شي۔ د ګل په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اوسنې حكومت د سي پېك له مخې اقتصادي ځايونو ته خاص پام كوي او پ?? دې په تندې سره كار روان دے۔ ده ووئيل چې څو ورځې وړاندې د سرمايه كارې بورډ د اقتصادي ځايونو پ?? اړه غونډه هم كړې او پ?? دې لړ كښې اړوند ادارو ته خاص هدايات جاري كړے شوي دي۔ ده ووئيل چې د رشكئي اقتصادي زون فېز 1 لپاره يو زر اېكړه او فېز 2 لپاه دوه زره اېكړه زمكه ترلاسه كړې شوې ۔ ده ووئيل چې پروژې سره به په پاكستان كښې د رو??ګا?? موقعې زياتې شي۔ ده ووئيل چې د دې سيمې ټاكنه د صو??ائ?? حكومت لخوا شوې وه او پ?? دې كښې وفاقي حكومت كومه مداخله نه ده كړې