اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئېلي دي د پاكستان په ر??غتونونو كښې نرسز كمې دې٬نرسنګ د روغتيا څانګې په لړ كښې د ملا د تير حيثيت لري٬ د نرسنګ څانګې اب ګرېډ كولو لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔دا خبره ده پھ اسلام آباد كښې پمز روغتون٬كالج آف مېډيكل ټېكنالوج او كالج آف نرسنګ دورې په مهال كړې۔پھ دې موقع د پمز ايګزېكټو ډائرېكټر د روغتيا وزير ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔وفاقي وزير و??ئيل مونږ به انشاﺀ الل?? غريب طبقه د دې محرومۍ څخه خلاصوو ٬حكومت په ر??غتونونو كښې رنځورانو ته د رامخې ته شوې مسئلو څخه خبر دے٬ده ووئيل د تېرو 70 كلونو راهسې د روغتيا څانګه د محرومۍ ښكار ده او اوس به د روغتيا په څانګه كښې د بدلون ثمرات ډېر زر تر اولس ورسېږي۔ده ووئيل حقيقي پرمختګ به په دې څانګو كښې د ښه والي راتللو څخه ترلاس?? كېږي۔د روغتيا او تعليم ??ون??ې آسانۍ وركول د وزيراعظم عمران خان د وژن مهم نكات دې