اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی)وفاقي وزير/ د وزيراعظم د موسمياتي بدلون په اړه صلاحكار ملك امين اسلم خان وئېلي دي د سېلاب اوبو خوندې كولو لپاره كوټلې ماحول دوست نظام معرفي كول غواړو٬دا به په معاشرتي لحاظ د قبلولو وړ او لګښت به يې هم د لږ نه لږ وي۔ده دا خبرې د سېلاب اوبو ذخيره كولو په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د موسمياتي بدلون وفاقي سېكتر شاه رخ نصرت٬ايډېشنل سېكتر خر?? علي آغا٬د ځنګلات آئي جي٬د منصوبه بندۍ او اقتصادي چارو٬د خزانې وزارت او د ډبليو ډبليو اېف استازو هم ګډون وكړو۔پھ دې موقع د ځنګلاتو انسپكټر جنرل سيد محمود ناصر غونډه د سېلابي اوبو په اړه د رام سر مشن د وړاندېزونو نه خبر كړه۔ملك امين اسلم خان ووئيل پاكستان د اوبو د كمي مسئلې سره نه دې مخ٬له بده مرغه د انفراسټركچر د نشت وا??ي او د مس منيجمنټ له امله زمونږ ډېرې اوبه اباسين درياب ته لاړې شي۔ ده ووئېل پاكستان هغه خوش قسمته هېواد دے چرته چې اوبه ذخيره كولو لپاره وېټ لينټډز موجود دے او ?? كارولو سره ډېرې اوبه ذخيره كېدې شي او د ضرورت په وخت كارېدې شي۔پھ دې موقع د ډبليو ډبليو اېف استازو د فلډ رسك منيجمنټ پروژې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔??وي وفاقي وزير ته ووئيل شول مونږ د 8 ځايونو ټاكنه كړی چرته چې د سېلاب اوبه محفوظ كېدې شي۔وفاقي وزير ووئيل دا ښه پروژه ده خو د عملي كولو لپاره به فزېبلټي سټډي كول وي۔