اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئېلي دي نړيوال امن لپاره دې د مقبوضه كشمي?? او فلسطين شخړه هواره كړی شي۔د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې نه وړاندې په نړۍ كښې د خوشحالۍ او استحكام خطرو او چېلنجونو د صورتحال په موضوع پاكستانې استازې ووئيل بايد مونږ د اوږدې مودې نه حل غوښتنونكې او پیچلې شخړې يوازې په دې نظرانداز نه كړو چې د دې حل په ظاهره مشكل ښكاري٬پاكستانې استازې ووئيل د غېر ملكي قبضې او د بنيادي حقونو پشمول د خپلواكۍ د حق نه انكار د مقبوضه سيمو اوسېدونكو كسانو ل??اره د ناانصافۍ احساس پېدا كوي٬د مقبوضه كشمي?? او فلسطين صورتحال د دې ځانګړی مثالونه دي٬دې ووئېل په فلسطين ??ښې د دوه رياستي حل امكانات د ټولو په وړاندې پھ منظم ډول ختمولې شي او د فلسطيني او??س په ??شخ?? او بنيادونو د بريد هڅې كېږي۔پاكستانې استازې ووئيل د ملګرو ملتونو امن پوځ لپاره تر ټولو زيات افرادي قوت پاكستان وركړې او د امن په راوستلو كښې يې 150 اهلكارو ځانونه قربان كړي دي