اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ نوي ټاكلي سپېكر اسد قېصر ووئېل?? دي د قامي اسمبلۍ د غړو لخوا په باور كولو د دوي مننه كوم٬ د اولس او قامي اسمبلۍ غړو توقعات تر سره كولو لپاره به هڅې كوم او د قائداعظم محمد علی جناح او مولوی تمیز الدین لخوا د جوړو كړو پارلماني رواياتو او ذمه وارو په ځائ ساتلو لپاره به كار كوم ٬ ده ووئېل زمونږ ذمه واري ده چې مونږ د خپ??و ذاتي ګټو نه پرته د هېواد مفاداتو لپاره كار وكړو ٬ ده ووئېل زمونږ ښكلا او وقار پاكستان دے٬ مو??ږ به په ګډه د اولس خدمت كوٶ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سپيكر په توګه د انتخاب نه پس خپ??و خبرو كښې اسد قېصر ووئيل زه د لوي څښتن مننه كوم چا چې ما له د پاكستان د قامي اسبملۍ سپيكر په چوكۍ د فائز كېدو موقع راكړه٬ د عمران خان او د نورو ګوندونو لخوا په باور كولو د ھغوي مننه كوم۔ ده ووئيل پ?? ايوان كښې د پخوانو سپيكرانو سردار ایاز صادق، سید فخر امام، ډاکټر فهمیدہ مرزا، محمد میاں سومرو، آصف علي زرداري او د پروېز اشرف غوندې سينئر مشران موجود دي څوك چې د دې ايوان برخه دي ٬ د دوي په مشاورت به مونږ مخ په وړاندې قدم اخلو او په قامي اېجنډا به كار كوٶ۔ ده ووئيل د سپيكر د لويو ذمه وارو احساس لرم او زه به د قائداعظم محمد علی جناح او د مولوی تمیز الدین چې كوم روايات دې په ھغو د پورا ختلو به هڅه كوم۔