اسلام آباد ۔ 21 جولائی (اے پی پی) داخله چارو لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن رحمن ملك وئيلي دي د ټاكنو په مهال 55 سياسي شخصياتو ته امنيتي خطرې دي۔ الېكشن كمېشن د ټاكنو په ورځ د نتيجو فول پروف منتقل كولو له كوټلي ګامونه پورته كړي دي۔ د سېنېټ غونډې په مهال داخله چارو لپاره د قائمه كمېټۍ راپور وړ??ندې كولو څخه وروستو سناتور رحمن ملك ووئيل د قائمه كمېټۍ غونډه كښې ټولو ??ړوند فريقو ګډون كړې۔ غونډه كښی ټاكنو سره د اړوند ټولو چارو جاج واخستلې شو۔ د جی اېچ کیو نمائنده ووئيل چې الېكشن كمېشن مونږ ته د پولنګ سټېشنونو بهر امنيت اختيار راكړې۔ ده ووئيل د يو ګوند څخه بل ګوند ته تلل د ټاكنو څخه وړ??ندې ټګي ده په دې اړه ضابطه اخلاق ولې جوړ كړې شوې نه دې۔ ده ووئيل ما د مسلم ليګ نون وركرانو خوشې كولو له فوري ګامونه پورته كړل۔ كمېټۍ هدايت كړې چې پنجاب كښې دې د سياس?? كارمندانو په ضد د ترهګرۍ مقدمې ختمې كړې شي۔ د نېكټا كوآرډينېټر ووئيل داعش‘ ټی ټی پی او جماعت الاحرار سره اړيكې لري۔ ده ووئيل د كال 2013ﺀ په ډول سازشونه كېږي۔ د بلاول پېښور ته په تلو ??ېكېورټي الرټ راځي او نور ګوندونه دغلته جلسې كوي۔ نېكټا ووئيل د ټاكنو په مهال 55 كسانو ته امنيتي خطرې دي او ددې فهرست ئې رالېږلې دې