كوئټه 15 جولائي (اے پ?? پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د اتوار په ورځ ساروان هاؤس ته لاړو او د مستونګ په پېښه كښې د ب??وچ??تان عوامي ګوند لارښو نوابزاده سراج رئيساني زوي جمال خان رئيساني او د هغه وروڼو نواب اسلم رئيساني او نوابزاده لشكري رئيساني سره ئې غمرازي وكړه او د شهيدانو لوړو درجو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره سناتور نصيب الله خان بازئي او سناتور مولانا عبدالغغور حېدري هم موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د شهيد نوابزاده سراج رئيساني زوي جمال خان رئيساني او نورو سره ملاقات وكړو۔ ده دعا وكړه چې ل??ي څښتن د ارواښادو درجې ل??ړې كړي او وارثانو ته د زغم توفيق وركړي۔