اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پشمول د شنګهائي مرستې تنظيم نائب خارجه وزيرانو د اېس سي او غړو هېوادونو ترمېنځه په سيمه ايزو او نړيوالو معاملو د نزدې مرستې زيات??لو په حاجت ټېنګار كړې۔ دا خبرې د جمعې په ورځ ماسکو كښې د اېس سي او نړيوالو هلو ځلو پحقله د نائب خارجه وزير مشاورتي غونډې په مهال شوې۔ د غونډ اهتمام رشين فېډرېشن كړې ٶ ??و د روسيې نائب خارجه وزير ایګور مارګلوف د غونډې مشري كړې او په غونډه كښې د روس ، پاکستان ، چین، ھند، قزاخستان، کرغیزستان، تاجکستان ??و د ازبکستان استازو ??و د اېس سي او عمومي سېكتر ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري اېس سي او لپاره نېشنل كوارډينېټر ظهور احمد كوله او په دې موقع په روسيه كښې دپاكستان سفير قاضي ??ليل الله هم موجود ٶ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د اېس سي او په غونډه كښې ملګرو ملتونو او سيمو ايزو تنظميونو سره په مرسته نظر ثاني وكړې شوه۔ پاكستان د اېس سي او او يو اېن تنظيمونو ترمېنخه په تندۍ سره د زياتېدونكې مرستې هركلے وكړو۔ د پاكستان پلاوي امن٬ سلامتيا او پرمختګ لپاره شريك مقاصد ترلاسه ك??لو لپاره په ګډه د كار ك??لو په حاجت زور راوړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې پ??كستان تېركال جون خښې په بشپړه توګه په اېس سي او شامل شوې ٶ۔ خارجه وياند ووئيل پاكستان منطقه كښې امن ??و د استحكام ودې لپاره شنګهائي مرستې تنظيم ته ډېر اهميت وركوي۔(ص