لندن 26 جون (اے پ?? پي) د پخواني وزيراعظم ??حمد نواز شريف زوي حسېن نواز وئېلي دي چې د كوم پراپرټيز د برتانيې په ورځپاڼه كښ?? ذكر شوے هغه اوس د شريف كورنۍ ملكيت نه دے٬ د دې ټولو پراپرټيز كاروبار حسن نواز كړے و٬اوس هغه د ده ملكيت نه دے٬ په مونږ لګول شوي ټول تورونه غلط او بې بنيا??ه دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ??ه د نهې په ورځ د برتانيې پايه تخت لندن كښ?? د مېډيا اس??از?? سره خبرو كښ?? كړې۔ د نجي ټي وي چينل له مخې ده ووئيل چې د كوم پراپرټيز د برتانيې په ورځپاڼه كښ?? ذكر شوے٬ په دې اړه به د دې ورځپاڼې د ادعا ځواب په مناسب فورم وركول كېږي۔ په لندن كښ?? خبريالانو سره د غېر رسمي خبرو په مهال ده ووئيل چې د نېب انټرپول د لارې د ګرفتارو خبره كوم حېثيت نه لري۔ ده ووئيل چې په برتانيه كښ?? د قانون حكمراني ده ځكه دلته غېر قانوني اقدامات ممكن نه دي٬نېب د انټرپول لارې چې څه كول غواړي هغه دې وكړي۔ د هغه د مور د كلثوم نواز د طبيعت په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? حسېن نواز ووئيل چې د هغې حالت د وړاندې څخه زيات تشويشناك دے او ډاكټرانو د كلثوم نواز د بيهوشۍ داروګان هم زيات كړي٬ د هغې د طبيعت ترمخه نن د وينټي ليټر اخوا كولو پريكړه هم وځنډول شوه۔