لاهور 06 مئي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې د اوسني حكومت د مودې پوره كېدو نه پس به نګرا?? حكومت راځي او د جمهوريت تر ټولو لوي جنګ به د پنجاب په خاوره كېږي٬ اولس دې د آئي?? حكمرانې او ووټ ته عزت وركړئ٬ زمونږ د مشن كاميابې لپاره زمونږ لاسونه مضبوط كړي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په والټن لاهور كښې اولسي غ??نډې او وركرز كنونشن ته د وېنا كو??و په مهال وكړې۔ په دې موقع نور ليګي مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې اولس ته ښه معلومه ده چې څوك خبرې كو?? او څوك كار كو??۔ كه په عمران خان كښې همت وي نو په مېدان د?? مقابله وكړي۔ ده ووئيل چې مونږ د چا نه نفرت نه كو??٬ زمونږ څوك دښمن نشته او نه مونږ د چا دښمنان يو۔ د رايې اختلاف كېدے شي خو مونږ تر شين بېرغ لاندې ټول متحد يو۔ ده ووئيل چې مونږ په وخپل ټاكنې غواړو خو عمران خان دا غواړي چې يوې يوې نيمې مياشتې لپاره ټاكنې وځنډېږي۔ ده ووئيل چې د هغه د سازشونو په وجه د هېواد پرمختګ ته زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې د عمران خان ذكر كو?? وخت ضائع كو?? دي۔ ټاكنې رانزدې دي٬ د 21 كروړه اولس پرېكړه به بل څوك نه بلكې هغه به ئې په خپله كو??٬ِ بايد بدلون د ووټ د لارې راشي۔