اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيلي دي پاكستان منطقه ك??ې د هند د وسلې زغل او دفاعي تيارو نه غافله نه دې٬ پاكستان به د خپلې دفاع او د سلامتيا ضرورتونه باوري كولو لپاره ټول ممكنه ا??دامات كوي٬ په كرم اېجنسۍ ك??ې د ډرون بريد غندنه كوٶ٬ امريكا په كرم اېجنسۍ يا وزيرستان ك??ې د ډرون بريد هېڅ اختيار نه لري۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پښتنو په ځواب ك??ې د خارجه دفتر وياند ووئيل د هند د روايتي او غېر روايتي وسلو ترلاسه كول او د ميزائيلو تجربې به د منطقې په ا??ن او استحكام منفي آغيز پرېباسي ٬ د هند بلها وسله اخستل د هغوي د دفاعي ضرورياتو نه ډېره زياته ده٬ ده ووئېل پاكستان منطقه ك??ې د هند د وسلې زغل او دفاعي تيارو نه غافله نه دے٬ د هند منطقه ك??ې د امن او استحكام خواهش د مبالغه آ??ائي نه سېوا هېڅ نه دي۔ ده ووئيل د هند اعلان كړې پاليسي او منطقه ك??ې د هغوي هڅې واضح فرق لري ۔ ډاكټر فېصل ووئيل پاكستان به د خپل دفاع او د سلامتيا ضرورتونه باوري كولو لپاره ټول ممكنه ا??دامات كوي۔ ده ووئيل تصادم نه ٬ هم مرسته منطقه ك??ې د امن او استحكام يوازنۍ لاره ده۔ وياند ووئيل پاكستان په سوله ا??ز ګاٶنډيتوب باور لري كوم چې منطقه ك??ې د پرمختګ او استحكام لپاره ډېر ضروري دے ۔ د افغانستان پحقله وياند ووئيل پاكستان به د افغان دولت او اولس په مشرۍ ك??ې د مصالحتي عمل بشپړه ملاتړ كوي٬ د افغانستان د اوږدې مودې شخړه يوازې د سوله ا??زو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي٬ د افغان مسئلې پوځي حل ممكن نه دے۔ وياند ووئيل امريكا دې د افغان كډوالو په عزت سره هېواد ته ستنېدو له مرسته وكړي۔ وياند كرم اېجنسۍ ك??ې د ډرون بريد غندنه كولو سره ووئيل امريكا په كرم اېجنسۍ يا وزيرستان ك??ې د ډرون بريد هېڅ اختيار نه لري۔ ده د يو اېن اېچ سي آر راپور رد كولو سره ووئيل كرم اېجنسۍ ك??ې د كډوالو دوه كېمپونه موجود دي ۔ وياند ووئيل پاکستان ك??ې د طالبانو او حقاني نېټ ورك د پټنځايونو تورونه د زمكيزو حقائقو منافي دي ۔ وياند ووئيل پاكستان دوه لكه پوځ په ځائ كړے٬ په ځينو پولو ئې پوستې او خار دار تار لګولو سره خپل اړخ ته پولې مستحكمې كړې ٬ ده ووئېل افغان دولت له هم خپل اړخ ته پولې محفوظولو لپاره دا ډول هڅو ته اړتيا ده ۔ وياند ووئيل 1829 جيد علماﺀ كرامو ځانمرګي بريدونه ا?? د رياست په ضد وسله پورته كولو پحقله فتوېٰ جاري كړې ده كومه چې تر جغرافيائي حدونو محدود نه وه بلكې د عالمګير نوعيت وه۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيلد لغوه تنظيمونو او شخصياتو د بنديز نګراني كوٶنكې ډله د پاكستان په دوره ده ٬ ډلې ته پاكستان د لغوه تنظيمونو او په شخصياتو د بنديزونو پحقله بريفنګ وركړې ۔ انډونيزيا ك??ې د نشه ا?? توكو په كېس ك??ې د نيولي شوي پاكستاني وګړي ذوالفقار پحقله د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل داخله وزارت د وګړي خوشي كولو لپاره ټولې هڅې كوي او د ھغه خوشي كولو لپاره د انډونيزيا چارواكو ته ا??يل هم شوے دے۔