رحیم یار خان ۔ 06 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاھد خاقان عباسی وئيلي دي د آر اېل اېن جي ترسيل منصوبه خو عام وګړو ته په نظر نه راځي ولې دا منصوبه د پاكستان په پرمختګ او د توان مسئلو حل كښې مهم كردار لري۔ دا هغه منصوبه ده چې پنجاب او خېبر پختونخوا ته ګاز وركوي۔ د سوئی نادرن او سوئی سدرن ګاز كمپنيو انتظاميې ٬ افسرانو او عملې هغه كارونه كړي دي كوم چې لويو لويو پرمختګ كړې هېوادونو هم نه دي كړې۔ ټوله ??ړۍ دا خبره مني چې پاكستان كښې تر ټولو زيات ارزان اېل اېن جي ګاز ترلاسه كېږي۔ په سباؤن كښې به هم د نواز شریف د وژن ترمخه د پرمختګ سفر روان ساتلې شي۔ د خالي په ورځ صادق آباد كښې د آر اېل اېن جي ترسيل منصوبې پرانستې دستورې ته خپ?? خطاب كښې وزيراعظم ووئيل دې څخه وړاندې د هېواد په تاريخ كښې كله 42 انچ پا??پ لائن اچولې شوې نه وو او نن 1400 كلوميټر اوږد پا??پ لائن غزولې شوې په كوم كښې چې 700 كلوميټر د 42 انچ پا??پ لائن موجود دے۔ ده ووئيل د سوئی سدرن او سوئی نادرن د دوه كالو په لږه موده كښې دا منصوبه پايې ته رسول د وياړ وړ خبره ده۔ وزيراعظم ووئيل كله چې زمونږ حكومت راغلو نو د ګاز د لارې چلېدونكې بجلي ګھر ٬ د سرې كارخانې او نورې صنعتي ادارې بندې وې۔ هېواد به 10 لكهه ټنه سره بهر څخه راغوښتله۔ سي اېن جي او كارخانو له ګاز موجود نه وو۔ په كورونو كښې د ګاز لوډشېډنګ روان وو۔ د ګاز په طلب او رسد كښې ښكاره فرق ؤ۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) حكومت په يو وخت كښې د برېښنا پېدا كولو كارخانو ٬ د آر اېل اېن جي او اېل اېن د ارپونو ډالرو ماليت منصوبې په يو ځائې پېل كړې او نن د برېښنا كارخانې چلېږي۔ ګاز هم راځي او ??ړۍ دا مني چې پاكستان كښې تر ټولو ارزانه اېل اېن جي پېدا كېږي۔ ۔وزیر اعظم ووئيل چين پسې پاكستان تېل راغوښتونكې دوهم لوئے هېواد ؤ ولې اوس د ګاز ترلاسه كېدو په سوب د تېل په درآمداتو كښې ښكاره كمې شوې۔ ده ووئيل پاكستان كښې لګېدونكي د ??ړۍ تر ټولو نوې پاور پلانټ ګاز سره چلېږي چې په نتيجه كښې ئې صارفينو ته ارزانه برېښنا ترلاسه كېږي او هېواد كښې راروانو 15 كلونو لپاره د برېښنا مسئله حل كړې شوې۔ ده ووئيل پاكستان مسلم ليګ (ن) هغه ګوند او نواز شريف هغه لارښود دے څوك چې تشې خبرې نه كوي بلكې عملي ګامونه پورته كوي منصوبې پېل كوي او پايې ته ئې رسوي۔ ده ووئيل وړاندې هم حكومتونو كارونه كړي دي او زما چېلنج دے چې تېر حكومتونه دې د خپ?? دور يوه منصوبه وښائي كومه چې ئې پېل كړې او پايې ته ئې رسولې وي۔ مسلم لیګ (ن) په سوؤنو منصوبې پايې ته رسولې دي۔ وزیراعظم ووئيل مسلم لیګ (ن) په خپ?? دور كښې 580 کلومیټر موټروے جوړه كړې او اوس د څلور نيم كالو په موده كښې نوره 1800کلومیټر موٹروېز جوړولې شي۔ د ??ړۍ پرمختګ كړې هېوادونو هم د 200 څخه تر 250 کلومیټر موټروېز جوړه كړې نه ده۔ ده ووئيل سوئی نادرن 45 كاله كښې 40 لاکھ کنکشن وركړې زمونږ حكومت به تر جون 20 لكهه اضافي كنكشن وركړي۔ وزیراعظم اولس سره وعده كولو سره ووئيل د سيمې د ګاز ٬ برېښنا ٬ سړكونو ٬ روغتيا او زده كړو په شمول ټول حاجتونه به ترسره كولې شي۔ ده ووئيل راروانو ټول ټاكنو كښې به د كاركردګۍ په بنياد مقابله وي۔ وزيراعظم ووئيل د موجوده حكومت د هڅو په نتيجه كښې د معيشت د پرمختګ شرح 5.3 فیصد ده كومه به چې لا زياته شي۔ ده ووئيل سباؤن كښې به هم د نواز شريف د وژن ترمخه د پرمختګ سفر روان ساتلې شي او څنګه چې دا منصوبه پايې ته ورسېده دغسې به هېواد كښې نورې منصوبې هم پايې ته رسولې شي۔