اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د نجكارۍ وفاقي وزير دانيال عزيز وئېلي دي د حكومتي اقداماتو په ??تيجه كښې سټينډرډ اينډ فورز ريټنګز د پاكستان د لنډې او اوږدې مودې خودمختاره كرېډېټ ريټنګ”بي”ساتلې شوے ٬نړيوالې ادارې د پاكستان د اقتصادي امكانات?? د ??ازګاره پاتې كېدو او د هېواد د خارجي او مالياتي عوامل?? د ??ستحكام تائيد كوي٬د اپوزيشن ځينې غړي د كومو تږ لاره چې مايوسي خپرول دي ٬هره كاميابي او معاشي استحكام په ??نفي توګه اولس ته وړاندې كوي٬اولس ته ښه معلومه ده چې مسلم ليګ(ن)كله اقتدار له راشي نو پھ هېواد كښې د معاشي استحكام اولسي پرمختګ او خوشحالۍ دور وي٬د معاشي پرمختګ كرېډېټ د خزانې وزير اسحاق ډار په غاړه دے څوك چې په ??انامه كيس كښې د نوم نه لرلو سره هم د كيسونو مقابله كوي۔ده دا خبرې د نهې پھ ماښام د پي آئي ډي مېډيا سنټر كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په ??هال وكړی۔ده ووئيل د اوږدې مودې درجه بندۍ لپاره صورتحال لا هم مستحكم دے ٬سټينډرډ اينډ فورز هيله لري چې د پاكستان حكومت به په خپله اصلاحاتي ايجنډا عمل وكړي او ميكرو اكنامك استحكام به په ځاې وساتي٬د درجه بندۍ نړيوالې ادارې دا هيله هم څرګنده كړې چې د پاكستان جي ډي پي به د 5.7 فيصد شرح سره پرمختګ وكړي٬په رپ??رټ كښې اعتراف شوې چې اوسني حكومت د هېواد امنيتي صورتحال ښه كړی۔وفاقي وزير ووئيل په ??اكستان كښې د تېرو 70 كلونو په ??هال 15 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كړی شوې او د 2013 نه تراوسه 25 زره مېګاواټ برېښنا پیدا كولې شي۔ده ووئيل د سناتور اسحاق ډار چې كوم درې اكاؤنټونه بند كړې شوي پھ هغې كښې په ??و كښې 13 روپۍ٬په بلكې كښې 32 روپۍ او په درېم كښې 119 روپۍ دي