اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو ??و خپرونو خاص مر??تيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې حكومت هېواد د پوليو نه پاكولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي. د خالي په ورځ په ټويټر په خپل يو پېغام كښې د وزيراعظم خاص مر??تيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې مونږ ټول يو صحت مند پاكستان لپاره يو موټې يو او دې لپاره پوخ عزم لرو. هغې اولس ته خواست وكړو د پوليو مخ نيوي كمپائن د لارې دې په دې ناروغې ق??بو موندلو لپاره كردار ترسره كړي او ټو??نه دې صحت مند جوړه كړي. هغې ووئيل چې ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركول ډېر ضروري دي، په دې لړ كښې په اولس خبرتيا او شعور بېدارولې شي. ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې د پوليو واكسينو څاڅګي د صحت مند پاكستان ضمانت دے. د وزيراعظم خاص مر??تيالې د پوليو كاركنانو ته سلام هم وړاندې كړو كوم چې د شدت خوښو نښه جوړېدو سره هم خپله وظيفه په تندې سره ترسره كوي.