اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی)لنډ مهاله اولس مشر محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان او د پاكستان پارليمان به د مقبوضه كشمير د اولس د خپلواكۍ حق تر تسليم كېدو د دوي اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي٬نړيواله ټولنه دې وړاندې راشي او مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د ظلم زياتې مخ نيوي له دې خپل كردار ترسره كړ??۔د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا ??اري شوي بيان له مخې هغه د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان سره خبرې كولې چا چې د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې ده سره ملاقات كولو۔د آزاد جمو كشمير اولس مشر مسعود خان لنډ مهاله صدر محمد صادق سنجراني د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خرابېدو??كي صورتحال په اړه خبر كړ??۔لنډ مهاله اولس مشر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه په كشميريانو په كېدو??كي ظلم سخته اندېښنه وښودله۔ده ووئيل د كشمير مسئله يوازې د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې حل كېدې شي۔په دې موقع د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان ووئيل د ظلم او بربريت له امله سږ كال 400 كسان شهيدان شوي او د غېر ملكي مېډيا راپورونو له مخې تېرو څو كلونو كښې هند په مقبوضه كشمير كښې په زرګونو ځوانان د بينائي څخه محروم كړ?? او په دوي د پيلټ ګن د لارې ډزې كړې شوي ۔ده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر٬د برتانيې په پارليمنټ كښې آل پارټي پارليماني كشمير ګروپ او او آئي سي د بشري حقونو كمېشن مننه وكړه چا چې په مقبوضه كشمير كښې د شوو بشري حقونو خلاف ورزيو په ضد٬ لكه قتل٬تشدد او كشميريانو سره په شوې ناروا ??لوك تفصيلي راپورونه جاري كړې دي