اسلام آباد 20 نومبر (اے پي ??ي)د نړيوال مالياتي فنډ(آئي ??ېم اېف) او پاكستان ترمينځه متوقع پروګرام لپاره د پالېسۍ او ډهانچه جاتي اصلاحاتو د فر??م ورك په اړه د اتفاق په لړ كښې ځانګړی پرمختګ شوې۔پھ دې لړ كښې به مثبتې خبرې روانې ساتلې شي۔ د آئي ??ېم اېف پلاوي د هېرالډ فينګر په مشرۍ كښې د پاكستان 14 ورځنې دوره ترسره كړې۔پلاوي د نومبر د 7??ې نېټې نه تر 20مه نېټھ د پاكستاني حكومت د مهمو وزارتونو چې پكښې د خزانې وزارت٬د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت٬د توان وزارت او د پاكستان سټېټ بانك شامل دې٬چارواكو سره مذاكرات كړې دي۔په دې مذاكراتو كښې د پاكستان د معيشت په ټولو څانګو خبرې شوې دي۔د دې نه علاوه د پارليمان غړو او د خزانې صوبائي وزيرانو هم د آئي ??ېم اېف مشن سره خبرې كړی دي۔د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د نهې په ورځ د آئي ??ېم اېف مشن سره د وروستۍ غونډې مشري وكړه٬ د آئي ??ېم اېف او پاكستان ترمينځه متوقع پروګرام لپاره د پالېسۍ او ډهانچه جاتي اصلاحاتو د فر??م ورك په اړه د اتفاق په لړ كښې ځانګړی پرمختګ شوې۔