اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعا?? او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي س?? پېك مهمه اقتصادي منصوبه ده٬ دا به كاميابه جوړولې او رامخې ته كولې شي۔ موجوده حكومت به دې منصوبې ته لا پراختيا وركوي٬ د 5 جنرېشن جنګ د ميډيا په ډګر رو??ن دے ٬ رياستي ميډيا له به جديد ټېكنالوجي او آسانۍ وركوٶ٬ د پي ټي وي چېلنز به پرله پسې اېچ ډي كولې شي٬ پي ټي وي او د راډيو اكېډيةمۍ به ضم كوو او سټېټ آف دي آر ميډيا پوهنتون به جوړولې شي٬ پي ټي وي د رياستي ميډيا د سر تاج دے٬ څنګه څنګه چې پي ټي وي پرمختګ كوي٬ داسې ورسره به رياستي ميديا پرمختګ كوي٬ رياستي ميډيا په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له په زړه پورې كردار ترسره كولې شي۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د پي ټي وي اكېډيمۍ ٬ پي ټي وي هوم او د راډيو دوستي چېنل دورې په موقع وكړې ۔ وفاقي وزير د راډيو د ميوزيم دوره وكړه٬ د قائداعظم محمد علی جناح د استعمال مائيك او نورو تاريخي آلاتو جاج ئې واخس?? او د راډيو په چمن كښې ئې بوټې هم نال كړو۔ چوهدري فواد حسېن چې پي ټي وي اكېډيمۍ ته ورسېد نو د اكېډيمۍ مشرې رفعت نذير او نورو لوړ پوړو چارواكو د ده هركلې وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير د پي ټي وي اكېډيمي د بېلا بېلو برخو جاج واخس?? او اهلكارو سره ئې ملاقات وكړو۔ وفاقي وزیر ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د اكېډيمۍ په ودانۍ كښې 20 كوټې دي چې پكښې پي ټي وي س??ورټس ته هم ځائې وركړې شوې ٬ د پي ټي وي اكېډيمي 30 كاله وړاندې جوړه شوې ٬ دلته زيات آلات پخواني دي٬ ده ووئېل پي ټي وي اكېډيمي كښې يو سټوډيو او څلور كلاسونه دي٬ سټوډيو پي ټي وي س??ورټس او پي ټي وي هوم هم كاروي٬ د اكېډمۍ هاسټل هم د پي ټي وي س??ورټس او هوم په دفترو بدل كړې شوې۔ وفاقي وزير په دې موقع