اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري ??و سناتور اعظم سواتي وئېلي دي د 2018 ټول ټاكنې پاكې او بې پرې وې٬د ټول ټاكنو په شپه تر 2 بجو الېكشن كمېشن ته 51 فيصده نتيجې ترلاسه شوې دي ٬د ناڅاپي آر ټي اېس بندېدو په سبب د نتيجو منتقل كېدل متاثره شول٬د فرانزك پوهان دا معلومولې شي چې آر ټي اېس ولې٬څه وخت او څنګه ناڅاپي بند شو٬د 200 نه تر 300 پريزائيدن?? افسرانو د موبائل فرانزك آډټ دې وك??ې شي او د هغې دې د الېكشن كميسون په وېب پاڼه پرتو نتيجو سره موازنه وك??ې شي نو اصل صورتحال به رامخې ته شي٬آر ټي اېس باندې الېكشن كميسون كنټرول نه لرلو٬نادرا د آر ټي اېس پشمول درې واړه سرورز چلول٬د نادرا چيئرمېن دې پشمول د ټېكنيكل ډله بې پرو پلټنو له په عارضي توګه د چوكو څخه اخوا ك??ې شي دغسې چې سپيځلې پلټنې باوري ك??ې شي٬د الېكشن كميسون نه وړاندې شهباز شريف ته څنګه معلومه شوه ??ې آر ټي اېس كار پريښود۔د جمعې پھ ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن چوهدري ??ره سناتور اعظم سواتي مېډيا ته بريفنګ وركولو۔دوي ووئيل د ټول ټاكنو نتيجو نه وروستو هر پلو په آر ټي اېس د ټكونو عمل پېل شو٬وزيراعظم عمران خان په وړومبي بريفنګ كښې وئېلي وو چې د ټګۍ ثبوتونه راوړاندې كړئ حكومت به د دې پلټنې كوي٬حكومت په دې لړ كښې پلټنې مخ په وړاندې بوتللو له چمتو دے۔دوي ووئيل حكومت غواړي چې د ټول ټاكنو نتيجو ته ګوته ونه نيولې شي ځكه چې د دې لپاره عمران خان جنګ كړې٬ځكه خو يو بې پرې ايمپائر ته دا ټاسك ورك??ې شو چې د دې معاملې پلټنې وكړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعات وزير ووئيل د تېرو څو ورځو نه په وزيراعظم عمران خان بني ګاله ته په چورلكه د تګ راتګ په حقله خبرې رامخې