اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) الېكشن كمېشن به د 2018 ټول ټاكنو كښې د كاميابو كانديدانو نوتيفيكشن (نن)د نهې په ورځ جاري كوي۔د الېكشن كمېشن له مخې ?? قامي او صوبائي اسمبلو په عمومي چوكو د كامياب?? شوو كانديدانو نوټيفيكشن به(نن)د نهې په ورځ جاري كولې شي ٬ د دې نه پس به په آزاد حېثيت كامياب?? شوو كانديدانو له په دريو ورځو كښې دننه په كوم ګوند كښې ګډون كول پكار وي چې په بنياد به ئې تر 11 اګست د مېرمنو او اقليتونو په خاص چوكو د كامياب?? شوو كانديدانو د كاميابۍ نوټيفېكشن جاري كولې شي٬ د دې څخه وروستو به اولس مشر او د څلورو واړو صوبو ګورنران ?? قانون له مخې قامي او صوبائي اسمبلو غونډه رابلي چې پكښې به نوې منت??ب غړي سوګند پورته كوي چې د كومو كامياب?? شوو كانديدانو كيسونه په عدالتونو كښې دې د هغوي نوټيفكېشن به نه جاري كېږي