اسلام آباد 11 جولائي (ا?? پي پي) خزانې٬ منصوبه بندۍ او اصلاحات لپاره لنډ مهاله و??ير?? ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي پاکستان كښې شرح خواندګی ډېره كمه ده٬ اېس ډي جيز لپاره لوكل باډيز او سياست مدارو له كردار ترسره كول پكار دي۔ وفاقي و??ير?? دا خبرې د اېس ډي جيز كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل پاكستان كښې د بجټ او كرنټ اكاٶنټ زيان د هدف نه زيات دے٬ په دې حالاتو كښې كوټلې پرمختيائي هدفونو لپاره د وسائيلو وركړه آسان كار نه دے۔ دې ووئيل كوټلې پرمختيائي هدفونه زمونږ ثانوي نه بلكې زمونږ په وړومبي ترجيحاتو كښې شاملول پكار دي۔ د خزانې و??ير?? ووئيل د منصوبه بندۍ كمېسون له په اېس ډي جيز كښې د ټولو اعشارو پحقله د ترجيحاتو ټاكنه پكار ده۔ دې ووئيل د اېس ډي جيز فنانسنګ لپاره جامع روډ مېپ ته اړتيا ده۔ وفاقې و??ير?? ووئيل اېمنسټي ټېكس سيكم څخه 89 اربه ??وپ?? ټېكس ترلاسه شوې٬ دې سكيم څخه معلومېږي چې دومره ??وپ?? ٶې كومې چې مونږ ته نه ترلاسه كېدلې