اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجر??ني سره د جاپان سفیر تکاشي کورائي د ګل په ورځ ليدلي دي ۔ د سېنېټ سيكټرېټ لخوا د جاري شوي خبرې پاڼې له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان او جاپان ترمېنځه د موجوده معاشي رابطو لا مستحكمولو او تجارتي عدم توازن ختمولو ته اړتيا ده۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارتي اړيكو ښه والي لپاره د پارلم??ني روابطو وده ډېر ضروري ده?? په دې موقع په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه?? په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجر??ني د جاپان په پارلمان كښې د پاك جاپان دوستي ډلې مشر ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔