اسلام آباد ۔25 مارچ (اے پی پی) د چين په پلازمينه بیجنګ كښې پاکستانی سفارت كښې د 78 مې پا??ست??ن ورځې او د پاك چين سفارتي اړيكو 67 مه سالګره په زړه پورې ډول لمانځلو له د استقباليې يوه درنه دستوره وكړې شوه۔ د اتوار په ورځ دغه ځائې څخه د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه دې دستوره كښی پاکستانی کمیونټۍ،غېر ملکی سفارتکارو، دابلاغ ذريعو نمائندګانو او چينائي چارواكو ګډون وكړو۔ د چين د كركيلې وزير د دستورې خاص مېلمه وو۔ بیجنګ كښې پاکستانی سفیر مسعود خالد قدرمنو مېلمنو ته هركلې وئيلو سره ووئيل دا ورځ هر كال د مارچ په 23 مه نېټه د پا??ست??ن جوړونكو عظيمو ??څو ته سلام وړاندې كولو له لمانځلې شي ولې چې په دې ورځ كال 1940 كښې قرارداد پاکستان منظور شو او د آزادۍ تحريك پېل شو۔ ده ووئيل د پا??ست??ن او چين مشرتابه اړيكې په مضبوطو سياسي او د اقتصادي مرستې په بنياد ګټو او سوكالۍ كښې بدلې كړي دي۔ دستورې ته خپل خطاب كښې خاص مېلمه د چين حكومت او اولس لخوا د پا??ست??ن حكومت او اولس ته د پا??ست??ن 78 مې ورځې مباركي وركړه۔ ده ووئيل چين پا??ست??ن سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ددې لا مضبوطولو له به خپلې هڅې روانې ساتو۔ ده په نړيوالو فورمونو د پا??ست??ن مثبت كردار ستائنه كولو سره سره د ترهګرۍ په ضد د پا??ست??ن د قربانيو او كاميابو اعتراف هم وكړ??۔ په دې مهال قدرمن مېلمه پا??ست??ني سفير او نور سفيرانو سره په ګډه د سالګرې كېك كټ كړ??۔ په نورو مېلمنو كښې د پی اېل اے اېئر فورس دوهم چف آف سټاف مېجر جنرل لی چن چاؤ او د شنګھائی مرستې تنظيم عمومي سېكتر راشد عليموف هم شامل وو